د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران په لس کاله بند محکوم شول
د دید خبري اژانس: د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل آباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ۵۹ مشران او غړي په لس کاله بند محکوم کړل.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران په لس کاله بند محکوم شول
د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل آباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ۵۹ مشران او غړي د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر رانا ثناالله په کور د برید په تور په لس کاله بند محکوم کړل.
دا برید د ۲۰۲۳ کال د می د ۹مې د ناکراریو په جریان کې وشو، او په پایله کې یې ۳۴ تورن کسان هم په دې قضیه کې برائت ورکړل شو.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په وروستیو میاشتو کې له ګڼو سیاسي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ شوی دی، او دا حکم د پاکستان د حکومت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د ناکراریو سره د مبارزې او د عامه امنیت ساتلو لپاره یې کوي.