افغانستانامنیت او حوادثخبرخبرې اترېنړۍ

شاوخوا ۶۰ افغانان د بلاروس په زندانونو کې دي

د دید خبري اژانس: په مسکو کې د طالبانو د سرپرست حکومت د سفارت سلاکار عبدالله یاسر اعلان وکړ چې نږدې ۶۰ افغانان د بلاروس په زندانونو کې بندیان دي.

هغه زیاته کړه چې د دې بندیانو د برخلیک په اړه به ډیر ژر پریکړه وشي او دا موضوع بیاکتنه کیږي.

مخکې له دې، په مسکو کې د سرپرست حکومت سفارت د عبدالله یاسر په مشرۍ د یوه پلاوي د بلاروس سفر اعلان کړی و.

د دې سفر په جریان کې، د پلاوي غړو د بلاروس چارواکو او همدارنګه د افغان بندیانو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

د دوی د توقیف د لاملونو په اړه دقیق معلومات لا نه دي خپاره شوي، خو ویل کیږي چې ځینې یې د غیرقانوني توګه د اروپایی پولو څخه د تیریدو د هڅې په تور نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button