افغانستانامنیت او حوادثخبر

د حیرتان-مزار شریف په لاره کې په یوه ترافیکي پیښه کې درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي

د دید خبري اژانس: د بلخ ولایت د پولیسو قوماندانۍ اعلان وکړ چې د حیرتان-مزار شریف په لاره کې په یوه ترافیکي پیښه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د پیښې ټپیان طبي مرکزونو ته لیږدول شوي او د ځینو حالت یې نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه پورې د پیښې د علت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button