افغانستانامنیت او حوادثخبر
په هلمند کې د مسافرو وړونکی ټراکټور سیند ته لوېدلی، ۱۲ کسان یې وژلي
د دید خبري اژانس: د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د مسافرو وړونکی ټراکټور سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د مسافرو وړونکی ټراکټور په هلمند کې سیند ته لوېدلی، چې ۱۲ کسان یې وژلي
د هلمند د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر حافظ عبدالباري راشد هلمندي اعلان وکړ چې دا پېښه پرون (د اسد ٣۱مه) هغه وخت رامنځته شوه کله چې د ګرمسېر ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د ټراکټور په واسطه ناوې ولسوالۍ ته روان وو. د کښتۍ په واسطه د سیند څخه د تېرېدو پر مهال ټراکټور اوبو ته ولوېد.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دې پېښه کې درې ښځې او نهه ماشومان مړه شول. څلور نور ماشومان هم ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.
په دې پېښه کې، ۱۴ مسافر د امنیتي ځواکونو له خوا له ډوبېدو څخه ژغورل شوي دي.