د دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت سرپرست کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د چهارشنبې په ورځ (اسد ۲۹) په کابل کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره ولیدل او د امنیتي همکارۍ او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه یې بحث وکړ.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د امنیت، د سرحدي ځواکونو د همغږۍ، سوداګرۍ، کرنې او تعلیمي پروګرامونو په څیر مسلو باندې هم بحث وشو. حقاني د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې “تاریخي” وبللې او ټینګار یې وکړ چې بیجینګ تل له کابل سره ښې اړیکې لري. وانګ يي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو اوږدمهاله ریښو ته په اشارې سره، د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
کابل ته د وانګ يي سفر د چین، پاکستان او سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره و، او دا د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان ته د هغه دوهم سفر و. په خپل پخواني سفر کې، هغه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د چین امنیتي اندیښنو ته پاملرنه وکړي.
چین په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ختیځ ترکستان غورځنګ او اویغورانو د شتون او فعالیتونو په اړه اندیښمن دی. دا ډلې، چې د طالبانو سره د کار کولو تاریخ لري، په تیرو وختونو کې په افغانستان کې په آزاده توګه فعالیت کړی دی.
چین او افغانستان د واخان په غرنۍ سیمه کې ۷۶ کیلومتره ګډه پوله لري، هغه سیمه چې د چین د سینکیانګ اویغور خپلواکې سیمې سره پوله لري، او بیجینګ له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د بیلتون غوښتونکو فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.