اسلایدشوافغانستانخبرخبرې اترېسیمه

د طالبانو، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه به په کابل کې ترسره شي

د دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې نن (د اسد ۲۹مه) به کابل د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه کوربه وي.

د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تېره شپه په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د سرچینو په وینا، د خبرو اترو اصلي تمرکز به د دریو خواوو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزه همکاري وي.

ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د سرپرست حکومت له لوړ پوړو مشرانو سره جلا جلا غونډې هم وکړي ترڅو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکارۍ او متقابل باور د زیاتولو په اړه بحث وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button