په هرات کې د مرګونې پېښې د مړو شمېر ۷۱ ته ورسېد
د دید خبري اژانس: د هرات د سرپرست حکومت ویاند احمدالله متقي اعلان وکړ چې په دې ولایت کې د تېرې شپې د مرګونې ترافیکي پېښې د مړو شمېر ۷۱ ته ورسېد. دا پېښه د سې شنبې په شپه، د اسد په ٢۸مه، هغه وخت رامنځته شوه کله چې له ایران څخه راستانه شوي کډوال د هرات-کابل په لویه لاره کې له یوې لارۍ او موټرسایکل سره ټکر وکړ.

د طالبانو د سرپرست حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې بس له ټکر وروسته اور واخیست او ډیری قربانیان یې په اور کې مړه شول. د مړو په منځ کې ۱۷ ماشومان هم شامل دي.
مخکې راپور ورکړل شوی و چې په دې پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي، خو نوي ارقام ښيي چې د تلفاتو زیاتوالی راغلی دی. امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي تیز رفتار او بې احتیاطي وه. امنیتي ځواکونه او د ژغورنې ډلې سمدلاسه د پېښې ځای ته واستول شوې او مړي او ټپیان طبي مرکزونو ته انتقال شول.