افغانستاناقتصاد او پرمختګتاریخي اثارخبر

د عینک د مسو قرارداد له چین سره د نورو ۱۵ کلونو لپاره وغځول شو

د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د کانونو وزارت اعلان وکړ چې د عینک د مسو کان د استخراج قرارداد یې له یوې چینایي شرکت سره د نورو ۱۵ کلونو لپاره وغځاوه.

سرپرست حکومت اعلان وکړ چې د لوګر ولایت د عینک د مسو کان د اکتشاف او استخراج قرارداد یې له یوې چینایي شرکت سره د نورو ۱۵ کلونو لپاره وغځاوه.

دا قرارداد چې په ۲۰۰۸ کال کې لاسلیک شو، په تیرو ۱۷ کلونو کې د ناامنۍ، د زیربناوو نشتوالي او لرغون پېژندنې اندیښنو له امله د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

د هیواد د کانونو وزارت د ویاند په وینا، د قرارداد اصلي مادې لاهم په خپل ځای دي؛ په شمول د ویلې کولو ماشین، ریل پټلۍ، د بریښنا اسانتیاوې او د افغان کارګرانو د کارموندنې جوړول. د عینک د مسو پروژه په ۲۰۰۰ کلنو بودایي یادګارونو کې موقعیت لري او د دې یادګارونو د ساتنې په اړه جدي اندیښنې شتون لري.

د نوي تمدید سره، د قرارداد ټوله موده ۴۵ کلونو ته لوړه شوې او سرپرست حکومت اعلان کړی چې په کان کې به عملیاتي عملیات سږ کال پیل شي.

ځینو اقتصادي څارونکو دا تمدید د هیواد د ۱۲ ملیون ټنو مسو زیرمو د استخراج پیل کولو لپاره د یو فرصت په توګه لیدلی، کوم چې که په بریالیتوب سره استخراج شي، نو افغانستان به د مسو په نړیوال بازار کې یو لوی لوبغاړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button