افغانستانامنیت او حوادثخبر

سرپرست حکومت: د ډالرو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور ۴۰ کسان نیول شوي

د دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت سرحدي پولیسو اعلان کړی چې په تیرو دوو اونیو کې یې د امریکایي ډالرو، تاریخي اثارو د قاچاق او له سرحدي لارو څخه د ویزې د جعل کولو په تور ۴۰ کسان نیولي دي.

د لومړنیو څېړنو وروسته، دا کسان د نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

د پیسو د اندازې، د تاریخي اثارو د شمېر یا د نیول شویو دقیق ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

د پیسو، لرغونو اثارو او جعلي اسنادو قاچاق د هیواد په پولو کې د امنیتي ننګونو څخه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button