افغانستانخبرفایلونهکډوالي

د افغان کډوالو شړل؛ ملګري ملتونه: فنډونه په ختمېدو دي

د دید خبري اژانس: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې څرنګه چې افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو څخه ایستل کیږي، د ادارې بودیجه په ختمېدو ده.

ادارې د اسد په ٢۶مه، د یکشنبې په ورځ د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د ادارې د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۲.۲ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې فقر او بې کاري زیاته شوې او د هیواد له نیمایي څخه ډیر نفوس په بشري مرستو پورې تړلی دی.

د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو د افغان کډوالو د ډله ییزې شړلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې راستنیدونکي د طالبانو د حکومت له خوا له محدودیتونو او ګواښونو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button