د دید خبري اژانس: د افغانستان د برېښنا شرکت (ABSC) اعلان وکړ چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا شبکې د لېږد او پراختیا په اړه څلور مهم تړونونه به لاسلیک شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت (ABSC) د یکشنبې په ورځ (د اسد ٢۶) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په دې تړونونو کې د ۱۰۰۰ میګاواټه ظرفیت لرونکي ۵۰۰ کیلو ولټ سورخان-دشت الوان برېښنا لیږد لین جوړول، د ۸۰۰ میګاواټه ظرفیت لرونکي ارغندي سب سټیشن پراختیا، او د ۸۰۰ میګاواټه ظرفیت لرونکي ۲۲۰ کیلو ولټ کابل-شیخ مصري برېښنا لیږد لین جوړول شامل دي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت کې د ۱۲۶ میګاواټه ظرفیت لرونکي شیخ مصري سب سټیشن د جوړولو قرارداد به هم نن لاسلیک شي.
د افغان برېښنا شرکت د چارواکو په وینا، د دې پروژو موخه د برېښنا زیربنا ښه کول، د ملي شبکې پیاوړتیا، او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د انرژۍ په سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو پراخول دي.