اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

افغانستان او قرغزستان دوه مهم سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

د دید خبری اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت یوه پلاوي، چې مشري یې د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کوله، د قرغزستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر باکت صدیکوف سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزې همکارۍ په برخه کې دوه مهم سندونه لاسلیک کړل.

په بشکیک کې د افغانستان د سفارت په وینا، غونډه په اقتصادي او سوداګریزو مسلو متمرکزه وه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د نویو تړونونو لاسلیک کیدو لامل شوه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم د دې سفر د یوې برخې په توګه د (اسیک کول اقتصادي فورم) کې ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button