افغانستانخبرسپورتنړۍ

افغان لوبغاړي د امریکايي سیال پر وړاندې بریا ترلاسه کړه

د دید خبري اژانس: د افغانستان د جیو-جیتسو پخواني ملي اتل یو ځل بیا د مارشل آرټ په نړۍ کې د خپل امریکایي سیال په ماتولو سره افغانستان مشهور کړ.

یو ځوان او پیاوړی افغان لوبغاړی سهیل فدایي وکولای شول چې د (MMA) سیالیو کې په خپل څلورم ګډون کې په بشپړ واک سره خپل امریکایی سیال ته ماتې ورکړي.

دا سیالي د PFC سازمان په چوکاټ کې او د متحده ایالاتو د ټګزاس ایالت په 63 کیلوګرامه وزن کټګورۍ کې ترسره شوه.

فدایي وکولای شول چې په لومړي پړاو کې خپل سیال د “سپارلو” تخنیک په کارولو سره وسپاري او جګړه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.

سهیل فدایي، چې پخوا د افغانستان د جیو-جیتسو ملي اتل و، تر دې دمه په څلورو رسمي MMA جګړو کې برخه اخیستې او ټولې څلور جګړې یې ګټلي دي.

د بریاوو دې لړۍ هغه د مارشل آرټ په ډګر کې یو له راڅرګندیدونکو او د پام وړ شخصیتونو څخه ګرځولی دی.

د هغه وروستۍ سیالي نه یوازې د سپورت بریا ده، بلکې په نړیواله کچه د افغان سپورت لپاره ویاړ هم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button