د دید خبري اژانس: د پاکستان د اسنادو او ویزو د ورکولو په اړه سختو قوانینو د افغان لاریو چلوونکو لپاره ډېرې ستونزې رامینځته کړې او په پوله کې یې زرګونه لارۍ بندې کړې دي.

پاکستان د نویو مقرراتو په پلي کولو سره د توکو د سوداګرۍ او لیږد پروسه سخته ورو کړې ده چې افغان موټر چلوونکي باید په ورته وخت کې سوداګریز سند او ویزه ولري.
د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزي ټینګار وکړ چې که د ویزو د ورکولو وخت زیات شي او پروسه اسانه شي، د موټر چلوونکو لپاره به شرایط ښه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دې محدودیتونو د لرې کولو او د واګه بندر په څیر مهم سوداګریزې لارې د بیا پرانیستلو لپاره له پاکستاني لوري سره خبرې اترې وکړي.