د دید خبری اژانس: د هند حکومت په حیدراباد کې د افغانستان د قونسلګرۍ مدیریت طالبانو ته وسپاره. دا اقدام سره له دې چې هند لا تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او یوازې له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلي دي.

د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د محمد رحمان په نوم یو کس په قونسلګرۍ کې د خپل ډیپلومات په توګه معرفي کړی دی. هندي رسنیو راپور ورکړی چې محمد رحمان له ۱۴۰۴ کال د جوزا میاشت راهیسې د قونسلګرۍ دنده په غاړه اخیستې ده.
په ورته وخت کې، د جمهوري دورې پخوانی جنرال، سید محمد ابراهیم خیل، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته لیږدول شوی او خپل کار ته به دوام ورکړي.
یوه هندي چارواکي IANS ته وویل چې دا ګمارنې ښیي چې د طالبانو حکومت د نوي ډیلي سره د ډیپلوماټیکو اړیکو ساتلو ته لیواله دی. چارواکي دا هم وویل چې احتمال لري چې طالبان د روان کال تر پایه پورې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت کنټرول په لاس کې واخلي. سید محمد ابراهیم خیل اوس مهال د سرپرست سفیر په توګه دنده ترسره کوي.
هند له تیرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو د سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري، خو تر اوسه یې دا ډله نه ده پیژندلې.