د اروپایانو په لګښت د امریکایي وسلو پیرود؛ اوکراین ته د نوي پوځي بسته په لاره کې
د دید خبري اژانس: دریو اروپایي هیوادونو اوکراین ته د امریکایي وسلو د رسولو لپاره له ۵۰۰ ملیون ډالرو څخه ډیر ځانګړي کړي دي. سویډن، ناروې او ډنمارک اعلان وکړ چې دوی به د ګډ بستې په بڼه د متحده ایالاتو څخه اوکراین ته د وسلو د رسولو لپاره ټولټال ۵۱۱ ملیون ډالر مصرف کړي.

د راپورونو له مخې، په بسته کې د MIM-104 پیټریوټ هوايي دفاعي سیسټم لپاره د الوتکو ضد توغندي، د ټانک ضد مهمات، د هوايي دفاع تجهیزات او اضافي پرزې شاملې دي. دا قرارداد د واشنګټن او د هغې د اروپایي متحدینو ترمنځ د یوې نوې پالیسۍ په چوکاټ کې لاسلیک شو، چې له مخې به یې د امریکا د وسلو فابریکې په مستقیم ډول اوکراین ته د نغدو پیسو په بدل کې تجهیزات ورسوي.
په دې بستې کې د سویډن ونډه ۲۷۵ ملیون ډالر، ناروې ۱۴۶ ملیون ډالر او ډنمارک ۹۰ ملیون ډالر اعلان شوې ده.
شنونکي په دې باور دي چې دا رجحان، د روسیې ارزانه ګازو د بندیدو له امله د انرژۍ لګښتونو سره یوځای، د اروپایي هیوادونو په اقتصاد اضافي فشار راوړی او په دې هیوادونو کې یې د ټولنیزې هوساینې کمښت رامینځته کړی دی.
ځینې اروپایي کارپوهان د اوکراین په جګړه کې د واشنګټن د پالیسیو سره د اروپایي مشرانو بشپړ اطاعت باندې نیوکه کوي.