د دید خبري اژانس: د ترکمنستان د ریل پټلۍ ادارې یوه پلاوي، چې مشري یې د هیواد د ریل پټلۍ ادارې د ګډو ونډو شرکتونو اجرایوي رییس سردار قربانوف کوله، د هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د تورغنډي بندر پراختیا پروژې د ژر پیل اعلان وکړ.

د هرات د سرپرست حکومت د والي نور احمد اسلام جار سره په یوه غونډه کې، چې د تورغنډي بندر کې د هنګرونو جوړولو او د زیربناوو پراختیا باندې متمرکزه وه، د ترکمن پلاوي اعلان وکړ چې د دې پروژې لپاره ټول کارګران به د افغان اتباعو څخه استخدام شي.
دوی د دې پروژې د پلي کولو پروسې د اسانتیا لپاره د هرات د سیمه ایزې ادارې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا او د افغان اتباعو لپاره د کار فرصتونو د رامینځته کولو په لور یو مهم ګام دی.