افغانستانخبر

کابل؛ یو ښار چې ټیټ چتونه او ډیر درد لري

د دید خبري اژانس: ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کابل ۸۰ سلنه اوسیدونکي په غیر رسمي میشت ځایونو کې ژوند کوي او د اقلیم د بدلون او د اساسي روغتیایی خدماتو څخه د محرومیت له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) اعلان وکړ چې د افغانستان د ښاري نفوس له ۴۰ سلنې څخه ډیر په کابل کې متمرکز دي، مګر د ښار له هرو پنځو کسانو څخه څلور یې په غیر رسمي میشت ځایونو کې ژوند کوي چې اسانتیاوې نلري.

د سازمان د راپور له مخې، دا میشت ځایونه د خرابو کورونو شرایطو او ضعیف زیربناوو له امله د شدید اقلیمي بدلون، لکه سیلابونو او وچکالیو له جدي خطرونو سره مخ دي. د دې سیمو اوسیدونکي د روغتیا خدماتو او نورو اساسي اسانتیاوو له سخت کمښت سره هم مخ دي.

د اسد په ١٢مه نیټه په خپره شوې اعلامیه کې، ملګرو ملتونو په دې میشت ځایونو کې د ژوند شرایطو ښه کولو او د اقلیم د بدلون له ویجاړونکو اغیزو سره د مبارزې لپاره د بیړني اقدام اړتیا باندې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) مخکې ویلي وو چې د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو شمیر زیاتیدل، طبیعي پیښې، او مخ په زیاتیدونکی فقر او بې کاري په کابل کې د سرپناه اړتیا د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

د هیواد په پلازمینه کې د کورونو دا بحران د بشري ملاتړ او د کور جوړونې زیربناوو او ښاري خدماتو کې پانګونې ته بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي ترڅو زیان منونکو خلکو ته د نور زیان مخه ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button