امنیت او حوادثخبرسیمه

د پاکستان په بلوچستان کې همغږي برید؛ ۸ سرتیري او ۱۱ ټپیان

د دید خبری اژانس: پاکستاني خبري سرچینو راپور ورکړی چې د بلوچستان په پنجګور سیمه کې د امنیتي ځواکونو په دریو پوستو باندې د لوی او همغږي برید وروسته لږترلږه ۸ سرتیري وژل شوي، ۱۱ ټپیان شوي او درې نور ورک دي.

د رسنیو په وینا، په ۱۱ موټرو کې سپاره له ۸۰ څخه زیاتو وسله والو کسانو د پولیسو پر پوستو برید وکړ او د پوځي تاسیساتو د ویجاړولو پرمهال یې د پاکستان د چټک غبرګون ځواکونو ته کمین ونیو. د هیواد امنیتي چارواکو برید او د هغې تلفات تایید کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سیمه ییزو رسنیو د چهارشنبې په شپه (۱ اسد) په بلوچستان ایالت کې پر پاکستاني سرتیرو باندې د دوو نورو بریدونو راپور ورکړی و، چې پنځه سرتیري پکې ووژل شول او اته نور ټپیان شول. دا بریدونه د مستونګ ولسوالۍ په “کابو سپالانجي” او “لیوس ګل جان” سیمو کې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button