افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

د مشهد-هرات مسافر وړونکی اورګاډی به د روان کال د سنبلې تر میاشتې پورې پیل شي

د دید خبري اژانس: د ایران د پارلمان غړي، توکلي رودي، اعلان وکړ چې د مشهد-هرات مسافر وړونکی اورګاډی به د ۱۴۰۴ کال د سنبلې تر میاشتې پورې پیل شي. دا اقدام زموږ د هیواد د هغو کډوالو چې په ایران کې ژوند کوي د بیرته راستنیدو اسانتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه دی.

توکلي رودي، د ایران د کورنیو چارو وزارت سره شوې همغږۍ ته په اشارې سره وویل: افغان کډوال به ډیر ژر وکولی شي په منظم ډول د اورګاډي له لارې خپل هیواد ته راستانه شي. دا پروژه به د ایران د ختیځ محور پراختیا، صادراتو ته وده ورکولو، دندو رامینځته کولو او ګډو پانګونو راجلبولو کې هم مرسته وکړي.

د ایران د حکومت د پریکړې له مخې، د شمتیغ سنګان خاف سټیشن د ایران او افغانستان ترمنځ د رسمي ګمرکي او مسافر وړونکي پولې په توګه پیژندل شوی.

دا اورګاډی، چې د ایران په ختیځه سیمه کې یوه ستراتیژیکه پروژه ګڼل کیږي، د ټرانزیټ، ترانسپورت او سیمه ایزې همکارۍ په برخو کې به نوي ظرفیتونه رامینځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button