د دید خبري اژانس: د ایران ولسمشر د افغان کډوالو د محتاط او حساس تنظیم پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کډوالو ترمنځ د منفي ذهنیت د رامینځته کیدو مخه باید ونیول شي.

په یوه وینا کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغان کډوالو تنظیم یوه حیاتي مسله وګڼله چې دقت او حساسیت ته اړتیا لري.
د دواړو هیوادونو ترمنځ ژورو کلتوري او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره، هغه یادونه وکړه چې افغانستان د ایران ګران ګاونډی دی او د دې هیواد خلک زموږ د وینې وروڼه او خویندې دي او په ورته ژبه خبرې کوي.
پزشکیان خپل د کورنیو چارو وزیر ته ټینګار وکړ چې د کډوالو په تنظیم کې باید ډیره پاملرنه وشي ترڅو خدای مه کړه د غفلت له امله د افغان وروڼو او خویندو ترمنځ منفي ذهنیت رامینځته نشي.
په پای کې، هغه د افغانستان سره د اړیکو او همکارۍ په پراختیا هم ټینګار وکړ.