امنیت او حوادثخبرسیمه

د خیبر پښتونخوا په نښته کې د افغان الاصله تحریک طالبان پاکستان غړی ووژل شو

د دید خبري اژانس: د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) درې غړي ووژل شول.

د خیبر پښتونخوا ایالت پولیسو اعلان وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان درې غړي په استخباراتي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د دې کسانو څخه یو رحمان الله رحماني نومیږي او ویل کیږي چې د افغانستان د نورستان ولایت څخه دی.

نښته په سوات ولسوالۍ کې وشوه او پاکستاني پولیسو په دې استخباراتي عملیاتو کې د هیواد د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه هیڅ وضاحت نه دی ورکړی.

پداسې حال کې چې سرپرست حکومت تر اوسه په دې مسله غبرګون نه دی ښودلی، پاکستاني چارواکو تل د پټنځایونو شتون او د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان غړو شتون ته اشاره کړې او ټینګار کوي چې دا کسان د پاکستان په وړاندې د بریدونو تنظیمولو لپاره له دې سیمو څخه کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button