اسلایدشوبشري حقونهخبرخواړهنړۍ

نړیوال رسنۍ: زموږ خبریالان په غزه کې د لوږې سره مبارزه کوي

د دید خبری اژانس: د رویټرز، فرانس پریس، اسوشیټیډ پریس او بي بي سي ورلډ سروس په ګډون ګڼو نړیوالو رسنیو د پنجشنبې په ورځ، د سرطان په دویمه نیټه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې په کې یې د غزې په تړانګه کې د خپلو خبریالانو د جدي وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.

په بیان کې ویل شوي چې د دغو رسنیو خبریالان، چې د غزې په جګړه ځپلو سیمو کې خبرونه خپروي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د لوږې له خطر سره مخ دي.

پورته ذکر شویو رسنیو د اسراییلي رژیم څخه غوښتنه کړې چې خبریالانو ته اجازه ورکړي چې له غزې څخه ووځي ترڅو د دوی ژوند د مخ په زیاتیدونکي خطرونو څخه خوندي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button