اسلایدشوافغانستانخبرفایلونهکډوالي

سرپرست حکومت: راستنیدونکي کډوال هره ورځ ۲۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي

د دید خبري اژانس: سرپرست حکومت چارواکو اعلان وکړ چې په تیره میاشت کې شاوخوا ۲ ملیارده افغانۍ د راستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې دي.

د کډوالو د چارو د عالي کمیسیون غړی احمدالله وثیق وویل چې په ورکړل شوې مرسته کې خواړه، روغتیایی خدمات او د کډوالو لپاره د ورځني ترانسپورت لګښتونه شامل دي.

وثیق زیاته کړه چې د کډوالو د کورنۍ هر غړي ته هره ورځ ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کیږي، چې په ټولیز ډول تر ۳۰ ملیون افغانیو پورې دې ډلې ته هره ورځ ځانګړي کیږي.

هغه روښانه کړه چې د خوړو، ترانسپورت، روغتیایی پاملرنې او راجسټریشن په ګډون مختلف خدمات کډوالو ته وړیا چمتو کیږي، او دا پروسه به په دوامداره توګه دوام ومومي.

وثیق په سوداګرو او خیریه سازمانونو هم غږ وکړ چې د شړل شویو کډوالو سره د لا زیاتو مرستو په برخه کې برخه واخلي او د دې خلکو د وضعیت په ښه کولو کې همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button