دید خبری اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي ټام فلیچر د افغان راستنیدونکو سره د مرستې لپاره د سازمان د بیړنیو مرستو له صندوق څخه د ۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

هغه د سې شنبې په ورځ، د سرطان ۳۱مه، په ټولنیزه ایکس شبکه کې اعلان وکړ چې دا مرسته د هغو کډوالو د ملاتړ او د ناوړه ګټه اخیستنې او استحصال څخه د هغوی د ساتنې لپاره ده چې په ډله ییزه توګه راستنیږي او په افغانستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي.
مخکې له دې، د یوناما دفتر هم د راستنیدونکو سره د مرستې لپاره د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې وه. راپورونه ښیي چې ډیری دا خلک د سرپناه، روغتیا پاملرنې او خوړو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو لخوا د دې مرستو ځانګړې کول د بشري فشارونو کمولو او د راستنیدونکو د ژوند شرایطو ښه کولو په لور یو ګام ګڼل کیږي.