اسلایدشوخبرخبرې اترېسیمه

په کابل کې امنیتي غونډه؛ د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د ازبکستان د استخباراتو له مشر سره خبرې وکړې


دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت لوړ پوړو امنیتي چارواکو د ازبکستان د استخباراتي ادارې له مشر سره په جلا جلا غونډو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیت، سرحدي او استخباراتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د سې شنبې په ورځ (د سرطان ۳۱مه) په کابل کې د ازبکستان د استخباراتو له مشر جنرال قربانوف باخودیر سره ولیدل. په دې خبرو اترو کې، د سرحدي همکاریو پر پیاوړتیا، د امنیتي معلوماتو پر تبادلې او د ګډو سیمه ییزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ټینګار وشو.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند اعلان وکړ چې ازبک لوري په افغانستان کې د امنیتي وضعیت مثبت ارزونه کړې او په دفاعي برخه کې یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره د لیدنې پر مهال، دواړو لوریو د استخباراتي همکارۍ او د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.

باخودیر په افغانستان کې د ازبکستان د اقتصادي پروژو لپاره د طالبانو د امنیت د برابرولو ستاینه وکړه او د رغنده تعاملاتو د دوام غوښتنه یې وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button