افغانستانامنیت او حوادثحکومتخبرفایلونهټول شموله حکومت

د افغانستان په پولو کې د طالبانو د ۷۶۵ نویو پوځي اډو جوړول

دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د پوځ لوی درستیز تېر کال د افغانستان د رسمي پولو او خیالي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۷۶۵ پوځي اډو د جوړولو اعلان وکړ.

د سرپرست حکومت د پوځ لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت د دفاع وزارت د کلني فعالیت په لنډیز کې اعلان وکړ چې تېر کال د افغانستان د رسمي پولو او خیالي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۱۵ لواګانې، ۹۳ پوستې او ۷۶۵ پوځي اډې جوړې شوې دي. دا اقدام د امنیت د ټینګولو او د سرحدونو د کنټرول لپاره اخیستل شوی و.

هغه په سرحدي سیمو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۳۴۰ کیلومتره پوځي سړکونو د جوړولو اعلان هم وکړ، او زیاته یې کړه چې دا سړکونه د پوځي اډو د نښلولو او د پوځي ځواکونو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره جوړ شوي دي.

فطرت د ګاونډیو هیوادونو سره د ۱۳ همغږۍ مرکزونو د جوړولو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې تر اوسه پورې ۷ مرکزونه فعال شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button