اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

دید خبرې آژانس: د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس شیخ شهاب الدین دلاور د لوګر ولایت د سرې میاشتې ریاست ودانۍ د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.

د پرانیستې په جوړو شویو مراسمو کې شیخ شهاب الدین دلاور وویل:« دا د خوشحالۍ ځای دی چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د پراختیايي پروژو پرانیسته کوو».

نوموړي ژمنه وکړه، چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې به په لوګر کې نورې پراختیایي پروژې هم پلي کړي.

ورته مهال د لوګر ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي میرهاشم حزب‌الله وویل چې یاده ودانۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

هغه زیاته کړې چې دغه نوې ودانۍ به ۳۰ اداري خونې ولري او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د بنسټيزو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي او پر مټ یې زرګونه کسانو ته کار زمینه هم برابره شوې ده.

Back to top button