اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

د ا.ا او قطري چارواکو ترمنځ؛ د نشه‌يي توکو پر ضد د همکاریو په تړاو خبرې شوي

دید خبرې آژانس: د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین عبدالحق اخند، قطر ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې له چارواکو سره کتلي دي.

د دغه وزارت د ویاند پر وینا، په دې کتنه کې دواړو لورو د نشه‌يي توکو د مخنیوي او ګډو همکاریو پر مسایلو بحث کړی دی.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع  په دې هکله وايي:«معین صاحب د قطر د کورنیو چارو وزارت نشه‌يي توکو سره د مبارزې له مسوولانو سره کتلي دي. دواړو لوریو په دې کتنه کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او کنټرول په اړه نظرونه تبادله کړي او د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې کړې دي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د روان سیاسي او بشري وضعیت په تړاو خبرې کړي وې او د افغانستان او قطر اړیکې یې مثبتې ارزولي وې او هیله یې څرګنده کړې وه، چې دا اړیکې به په نږدې راتلونکي کې لا پراخې شي.

Back to top button