اسلایدشونړۍ

په امریکا کې د ټرمپ او ایلان ماسک پر ضد لاریونونه

دید خبرې آژانس: زرګونه امریکایانو تېره ورځ (شنبه د وري ۳۰مه) د دغه هېواد په پلازمېنه واشنګټن ډي سي او شیکاګو په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې د کډوالو ایستلو، د دولتي دندو لمنځه کمولو او د اوکراین او غزې په جګړه کې د لاسوهنې په برخه کې د ډانلډ ټرمپ له تګلارو سره د مخالفت څرګندولو په موخه لاریون کړی دی.

لاریونوالو د سپینې ماڼۍ مخې ته په بېلابېلو شعارونو سره د ټرمپ پر تګلارو نیوکه کړې ده.

لاریونوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، و ویل: «موږ د له سویلي افریقا د راغلي یوه شتمن کس سره مخ یو زموږ د ټولنې بنسټونه له منځه وړي؛ هغه څه چې د خلکو ملکیت دي، خو دی غواړي دا ټول د یو کوچني شتمن او واکمن اقلیت ته ځانګړي کړي. دا سیسټم د هغوی لپاره جوړ شوی، نه د موږ لپاره.»

بل لاریونوال، ایلن کنراډ و ویل: «هغوی ځینې کلیمې او اصطلاحات ناقانونه اعلان کړي. خلک یوازې د نظر څرګندولو له امله نیسي. دا باید پایته ورسیږي. زموږ د هېواد بنسټ د بیان پر ازادۍ ولای دی.»

لاریونوالو د بیان ازادۍ، د ندنو لمنځه وړلو، د فډرالي بودیجې لمنځه وړلو او د ډانلډ ټرمپ له لوري غزه او اوکراین کې د جګړو د ملاتړ اړوند شعارونه ورکړل.

لاریونوال، ګرېګ ګلډ و ویل: «زه نن راغلی یم چې د ډانلډ ټرمپ او د هغه د فاسد حکومت پر ضد مظاهره وکړم؛ هغه حکومت چې زموږ ډیموکراسي له منځه وړي.»

د امریکا ولسمشر تېره جنورۍ میاشت کې تر لوړې وروسته، د دغه هېواد د دولت د موثریت څانګې له رییس او امریکایي میلیاردر ایلن ماسک سره په ګډه څه باندی ۲۰۰ زره دولتي دندې لمنځه وړي دي.

Back to top button