Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

د نیونو نوې څپه؛ پاکستان په یوه اوونۍ کې له ۸۰۰ ډېر افغانان نیولې

دید خبرې آژانس: د پاکستان رسنیو خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د راولپنډۍ پولیسو ۸۲۰ افغان کډوال نیولي دي.

د دغو رسنیو د راپور له مخې، تر اوسه ۱۱۴ کسان افغانستان ته راستانه کړای شوي او ۱۴۰ نور افغان کډوال د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د دغه ښار په یوه پنډغالي کې ساتل کېږي.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې په راپور کې راغلي:«د راولپنډۍ پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د پادګان ښار له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۸۲۰ افغانان نیولي او تر اوسه ۱۱۴ تنه یې سپارلي دي.»

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، که څه هم د پاکستان حکومت د مارچ ۳۱ نېټه د هغو افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ موده ټاکلې، چې د اې‌‌سي‌سي کارټ لري؛ خو د بې‌اسناده افغان کډوالو نیول په ځانګړې توګه په راولپنډۍ او اسلام‌اباد کې لا هم دوام لري.

له بلې خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له مرستیالې سره کتلي دي. په دې کتنه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیالې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له افغان کدوالو سره یې د مرستې په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی دی.

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې څه باندې ۲٫۱ مېلیون افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.

Back to top button