اسلایدشوراپورسپورت

د ۲۰۲۵ کال د فوټبال د کلبونو نړۍوال جام سپینه ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شو

دید خبرې آژانس: د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۵ کال د کلبونو نړۍوال جام په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په حضور کې نندارې ته وړاندې کړ.

ډانلډ ټرمپ دغو مراسمو کې ویلي، د فوټبال ۲۰۲۵ کلبونو او ۲۰۲۶ نړۍوال جام لپاره به ځانګړی کاري ځواک وګوماري.

د ۲۰۲۵ کال د کلبونو نړۍوال جام د جون له ۱۵مې د جولای تر ۱۳مې د امریکا په کوربتوب ترسره کیږي.

دغه جام کې به ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو کې له یو بل سره سیالي وکړي.

Back to top button