Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

د بېګم راډیو د نشراتو ځنډیدل

دید خبرې آژانس: د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیګم راډیو نشرات ځندولې.

دغه وزارت ویلې چې د پرېکړې پر اساس، د «بېګم» په نامه یوه راډیو چې له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې نشراتي جواز درلود؛ د متعددو سرغړونو ترڅنګ يې په بهر کې مېشت کوم ټلویزیون ته مواد او برنامې هم برابرولې.

د دغې راډيو خپرونې له ‏نشراتي پاليسۍ څخه د سرغړونې او د جواز ناسمې کارونې په دليل نن وځنډول شوې، څو اړوند اسناد يې په دقيق ډول وارزول شي او په اړه يې وروستی تصميم ونيول شي.

Back to top button