Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

د تقاعد ورکړې په اړه د هبت الله فرمان او د متقاعدینو هرکلی

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د اسلامي امارت رهبر سترې محکمې ته په یوه اته ماده ییز فرمان کې دنده ورکړې چې، د متقاعدینو د تقاعد د ورکړې لپاره ځانګړې محکمې جوړې کړي.

د ذبیح الله مجاهد مرستیال وایي، متقاعدین به د خپلو حقوقو د اخیستو لپاره ځانګړې محکمې ته غوښتنلیک سپاري او د دې محکمې له هر اړخیزې څېړنې او د تقاعد له تثبیت وروسته به یې د مهال ‌وېش لمخې حقوق ورکړل شي.   

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وویل: «  که متقاعد د غیر بودیجوي واحد کارکوونکی وي، نو پر هغه اوګان به عریضه کوي او ځانګړې شوې محکمې به د دوی غوښتنو ته ځواب و وایي.

دغه راز د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې، پر بودیجې د فشار مخنیوي لپاره د متقاعدینو د حقوقو د اجر مهال وېش ترتیب کړي چې، ځانګړې شوې محکمه به د دې مهال وېش لمخې پر قضیو حکمونه ورکوي.»

 ځینې متقاعدین د اسلامي امارت د مشر پر دغه فرمان خوښي څرګندوي او له چارواکو غواړي چې، د تقاعد د ورکړې بهیر کې چټک عمل وکړي څو ستونزې یې ژر تر ژره هوارې شي. 

متقاعده، نظیفه وایي: « دا یو ښه خبر و او ډېره خوشاله شوم. زموږ حقوق دې ژره پرې کړي چې ژمی دی او کور کې هیڅ نه لرو.»

بل متقاعد امیر الله و ویل: « حق باید حقدار ته ورسیږي او باید و پېژندل شي چې څوک حق لري. موږ چمتو یو چې ځانګړې محکمې ته هم لاړ شو.»

د روان لمریز کال په وري میاشت کې د اسلامي امارت مشر په یوه فرمان کې له پوځي او ملکي ادارو غوښتي و، چې د کارکوونکو له میاشتني معاشه د تقاعد ونډه کمه نه کړي.

د شمېرو لمخې، په هېواد کې څه باندې ۱۵۰ متقاعدین شته چې، کلني حقوق یې څه باندې ۱۲ میلیارده افغانۍ اټکل کیږي.

Back to top button