د چچن جمهوریت پلاوي د افغانستان له عامه کتابتونونو رياست څخه ليدنه وکړه
دید خبرې آژانس: د فدراتیفې روسیې د چچن جمهوریت پلاوي، نن د عامه کتابتونونو رياست له بېلابېلو برخو څخه ليدنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دې ليدنې پرمهال د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمتالله منتظر، ياد پلاوي ته د عامه کتابتونونو د تاریخچې، څانګو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي دي.
د چچن جمهوریت د پلاوي مشر هم، د افغانستان له مېلمهپالنې مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې پر تاریخي او نېکو اړیکو ټینګار کړی دی.
هغه دغه راز په افغانستان کې د کتابتونونو د پراختیا لپاره د مسلکي کتابدارۍ په برخه کې د تجربو د تبادلې غوښتنه کړې ده.
هېره دې نه وي چې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ د مشر او د فدراتیفې روسیې د قومونو شورا د مرستیال جمبولات عمروف په مشرۍ پلاوی، په رسمي سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده د دغه سفر په بهير کې پر کلتوري مسایلو د خبرو ترڅنګ؛ د افغانستان له تاریخي او کلتوري ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.