۸۷ سلنې د قوشتېپې په د دویم فاز کې پرمختګ شوی
دید خبرې آژانس: د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوشتېپې کانال دویم فاز د کېندلو چارو کې ۸۷ سلنې پرمختګ شوی.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/vlcsnap-2025-02-10-07h38m56s822.png)
د دغه شرکت ویاندویلې، د غه کانال د دویم پړاو کېدنو او د سربند جوړولو چارې روانې دي.
د دغه شرکت د خبرپاڼې لمخې، د دغه کانال د سربند چارې بیا ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبي الله ارغندیوال وايي: «د قوشتیپه کانال کارونه اوس په چټکۍ او د نړۍوالو انجنیري معیارونو سره سم په مختلفو برخو کې روان دي. په اوس وخت کې، د دې کانال دویم پړاو کندن ۸۷ سلنه او د سر بند جوړول ۷۵ سلنه پرمختګ کړی دی.»
بلخوا، د کرنې او مالدارۍ خونه د قوش تېپې کانال جوړېدل د افغانستان د اقتصاد او کرنې د ودې لپاره مهم ګڼي.
میرویس حاجیزاده چې د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال دی وايي: «قوشتیپې کانال ډېر حاصل ورکوونکې ځمکې لري چې که په سمه توګه و کارول شي، موږ کولی شو د غنمو او وريجو په تولید کې پر ځان بسیا شو.»
د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو لمخې، د قوش تېپې کانال په اوږدو کې د اوو لویو پلونو د جوړولو چارې هم روانې دي.