Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

۷۳ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او طا-لبانو ته وسپارل شول

د دید خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، چې په وروستۍ قضیه کې ۷۳ افغان اتباع چې د پاکستان په زندانونو کې یې د بند سزاګانې تیرې کړي، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

۷۳ افغان اتباع چې د پاکستان په زندانونو کې یې د جرمونو په تور زنداني کړي وو طا-لبانو ته سپارل شوي دي.

دغه کسان په دې وروستیو کې د تورخم په پوله افغانستان ته سپارل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغو کسانو د پاکستان په زندانونو کې خپلې سزاګانې تېرې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځلې بندي افغانان خوشي کړي او بېرته يې خپل هېواد ته استولي دي.

Back to top button