دید خبرې آژانس: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نیمروز ته په سفر کې ویلي، دغه ولایت کې به شپاړس نوي مخابراتي سایټونه فعال شي.
د نجیب الله حقاني په خبره، دغه نوي سایټونه د نیمروز په لرې پرتو ولسوالیو کې جوړیږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست و ویل: « خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه موږ په نږدې راتلونکي کې تقریباً شپاړس نوي سایټونه په پام کې لرو.
دغه راز له مخابراتي شبکو غواړو چې نیمروز ته راشي، پانګونه وکړي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.»
د مسوولینو په خبره، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو راهیسې تر دې مهاله نیمروز کې دولس مخابراتي سایټونه فعال شوي خو د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د نه لاسرسي، کیفیت ټیټوالی او لوړو بیو اندېښمن کړي دي.