یو پاکستانی ډاکټر په امریکا کې له داعش سره د مرستې په تور زنداني شو
دید خبری آژانس: یو ۳۱ کلن پاکستانی ډاکټر چې په امریکا کې اوسېږي، د داعش ترهګرې ډلې د تمویل په تور په ۱۸ کاله بند او بیا تر څارنې لاندې پنځه کاله بند محکوم شوی دی.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2023/08/photo_2023-08-28_09-37-19.jpg)
ډاکټر محمد مسعود چې په روچیسټر کې یې په یوه څیړنیز کلینک کې کار کاوه او د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې په هوايي ډګر کې نیول شوی و، د مینیسوټا ایالت د یوې محکمې له خوا په بند محکوم شو.
د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۶مه، ډاکټر مسعود اعتراف وکړ چې هڅه کوي داعش ته مادي ملاتړ برابر کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر مسعود له داعش سره د یو ځای کېدو د لېوالتیا په اړه ګڼې څرګندونې کړې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، هغه هم د دغې ترهګرې ډلې له مشر سره بیعت وکړ.
هغه په متحده ایالاتو کې د «یوازینۍ لیوه» تروریستي بریدونو ترسره کولو هیله څرګنده کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر مسعود د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۱مه له شیکاګو او الینویس څخه عمان او اردن ته د الوتکې ټکټ اخیستی او له هغه ځایه یې سوریې ته د تګ پلان جوړ کړی دی.