اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

یو افغان د برلین په هوايي ډګر کې ونیول شو

دید خبرې آژانس: اتریشي رسنیو راپور ورکړی، چې یو افغان د خپلې مېرمنې په وژلو تورن چې غوښتل یې له اروپا وتښتي د جرمني د پلازمینې برلین په هوايي ډګر کې ونیول شو.

د راپورونو له مخې، دغه ۳۱ کلن سړي د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خپله مېرمن په چړو وژلې ده.

ویل کیږي، چې دغه ښځه ۲۹ کلنه وه او خپلوانو یې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د ویانا میډلینګ په یو اپارتمان کې د هغې جسد موندلی دی. دغه ځوانه ښځه په غاړه او سینه کې په چړو وهل شوې ده.

د وژل شوې ښځې خپلوانو د اتریش رسنۍ Heute ته وویل: «موږ تېره شپه اپارتمان ته راغلو او له پولیسو مو وغوښتل چې دروازه ماته کړي. اوس هغه مړه شوې او ډیر ناوخته شوی دی.»

دوی وايي، چې تر پېښې یوه شپه مخکې د مېړه او مېرمنې تر منځ لفظي شخړه شوې وه.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، دغې ښځې له شکمن سره تازه واده کړی و او له دوو میاشتو راهیسې په اتریش کې اوسېده. د هغې مېړه له ۱۴کالو راهیسي په ویانا کې اوسېده او په ۱۷ کلنۍ کې اتریش ته راغلی و.

تورن په دې توانیدلی و، چې ۷۰۰ کیلومتره سفر وکړي پرته له دې چې وپیژندل شي او جرمني ته ورسیږي. نوموړی د پنجشنبې په ورځ د برلین په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې له جرمني څخه ووځي.

د دغه سړي په اړه پلټنې روانې دي. جرمن چارواکو ویلي، چې اتریش ته یې د هغه د سپارلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا