اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

یوځل بیا د تریاکو بیې لوړې شوې دي

دید خبرې آژانس: په سوېلې ولایتونو کې د تریاکو کاروباریان وايي، په تېره یوه اونۍ کې یو ځل بیا د تریاکو قیمتونه لوړ شوي دي.

دغه کاروباریان وايي، د څه مودې راهیسې د تریاکو د پېر او پلور بازارونه ساړه وو؛ خو اوس یوځل بیا له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د تریاکو اړتیا ډېره شوې چې ورسره سم د تریاکو قیمتونه هم لوړ شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته له سوېلي ولایتونو څخه د تریاکو یو شمېر کاروباریانو ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې په دغو ولایتونو کې د تریاکو قیمتونه لوړ شوي دي.

د تریاکو دغه کاروباریان چې د طا-لبانو له ډاره نه غواړي نومونه یې په راپور کې خپاره شي وايي، د تېرو څو اونیو راهیسې له دغو ولایتونو څخه په ډېره کمه اندازه تریاک له افغانستانه بهر ته یوړل کېږي.

دغه کاروباریان وايي، د افغانستان له پولو څخه د تریاکو تېرول خورا سخت شوي، چې له امله یې له افغانستان څخه د باندې د تریاکو د تقاضا په ډېرېدو سره په هلمند او کندهار ولایتونو کې د تریاکو قیمتونه لوړ شوي دي.

که څه هم چې څو میاشتې وړاندې طا-لبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې د تریاکو د پېر او پلور مارکیټونه وتړل؛ خو لا هم د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د تریاکو پېر او پلور په ازاده توګه ترسره کېږي.

په هلمند ولایت کې د تریاکو یو کاروباري ویلي:«په تېرو څلورو ورځو کې په یوه من تریاکو کې له یو لک څخه نیولې تر دوه لکه کالدارو په قیمتونو کې زیاتوالی راغلی دی. څو ورځې کېږي، چې ځیني کسان راځي او تریاک رانیسي د ډېرې مودې راهیسې د تریاکو د رانیولو بازارونو لږ کمزوري شوي وو.»

د تریاکو دغه کاروباریان وايي،‌ چې نیږدې یوه اونۍ وړاندې په هلمند کې د تریاکو په بازارونو کې د څلور نېم کیلو مایع تریاکو قیمت د درې نیم لکه پاکستانۍ کالدارو څخه تر پنځه نیم لکه کالدارو رسېدلی و.

خو د تېرو څو ورځو راهیسې په هلمند کې د څلور نیم کیلو مایع تریاکو قیمتونه تر شاوخوا اووه لکه کلدارو رسېدلي دي.

د تریاکو یو کاروباري چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي:«مخکې یو من ښه کیفیت لرونکي تریاک تر پنځه لکه کلدارو خرڅېدل؛ خو اوس یو من تریاک تر اووه لکه او اووه نیم لکه لوړ هم په ځینو بازارونو کې خرڅ شوي دي.»

دغه کاروباریان وايي، په افغانستان او په ځانګړې توګه په سوېلي ولایتونو کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته اوس په دغو ولایتونو کې تریاک مخ پر کمېدو دي.

همدارنګه د تریاکو کاروباریان وايي، په دې ورستیو کې له افغانستان سره د ایران پر پولو د ایراني ځواکونو د سخت څار له امله په سوېلي ولایتونو کې د تریاکو قیمتونه مخ پر لوړېدو دي.

بل خوا له ډیورنډ کرښې ها غاړې ته د سوېلي پښتونخوا په ځینو سیمو کې هم د کوکنارو د کروندو د کرلو راپورونه ورکول کېږي.

په سوېلي پښتونخوا کې ځايي خبریالانو‎ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کر له بندیز وروسته ډېری کسان له کندهار او هلمند ولایتونو څخه بلوچستان ایالت پښتون مېشتو سیمو، ګلستان، لورلايي، توبه او ځنګله ته ورغلي او هلته یې د ځايي خلکو سره د کوکنارو کر پیل کړی دی.

احمد ظاهر وايي:«په ګلستان، توبه اڅکزي ته ورته سیمو کې هلته له پخوا څخه کوکنار کرل کېږي؛ خو تېر کال او سږکال ډېر کېږي، ځکه له کندهار او هلمند ولایتونو څخه خلک راغلي دي او دلته یې ځمکې په اجاره نیولي دي.»

د معلوماتو له مخې، د سوېلي پښتونخوا په توبه اڅکزی او ګلستان سیمو کې تر ډېره بریده ځايي زورواکي له ډېر پخوا څخه د نشه‌يي توکو کاروبار کوي.

واک ته د طا-لبانو له رسېدو څو میاشتې وروسته د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یو فرمان له مخې، د تریاکو پر کر، پېر او پلور بندیز ولګاوه.

که څه هم طا-لبان په افغانستان کې د تریاکو د کر مخنیوی یوه لویه لاسته راوړنه بولي؛ خو دغه ډله نه ده توانېدلې، چې کرونده‌ګرو ته د کوکنارو د کر بدیل پیدا کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا