اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

یونېسف: افغان ماشومان له رواني ستونزو سره مخ دي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغان ماشومان له د«رواني  روغتیا جدي اندېښنو»  سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ٥ او ١٧ کلونو ترمنځ د ٢٤ سلنې څخه ډېر ماشومان  تشويش  کوي، چې د نړیوال اوسط په پرتله ١٠ ځله لوړ دی.

د راپور له مخې، نږدې ۱۵ سلنه افغان ماشومان په خپګان اخته دي.

یونېسف وايي د جګړې دوام، کډوالي او بې ځایه کېدل، پرله پسې طبیعي آفاتونه، د بې وزلۍ لوړه کچه، او د چاودیدونکو توکو د زیانونو خطرونه ټول رواني روغتیا ننګونې زیاتوي، او د بحران په وخت کې ماشومان د لوړ فشار، صدمې او ذهني فشار رواني ناروغیو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د دغو ننګونو د پراخېدو لامل د نجونو پر زده کړو شته محدودیتونه دي، چې د کار او ښه راتلونکې لپاره د دوی هیلې، او همدارنګه لومړنیو خدمتونو ته د هغوی لاسرسى لکه روغتیايي پاملرنې او رواني روغتیا ملاتړ محدودوي.

يونېسف زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې له ۷۵۰ څخه زیات د رواني مشورې واحدونه فعالیت کوي، چې تیر کال یې ۴ میلیونه ماشومانو ته د پاملرنې او له رواني روغتيا څخه د ملاتړ خدمتونه وړاندې شوې دي.

دغه صندوق د اندېښنې په څرګندولو ويلي، «له بده مرغه، په افغانستان کې د مشاورینو، رواني روغتیا چمتو کونکو، ارواپوهانو او ټولنیزو کارمندانو کمښت  سره مخ دي.»

يونېسف وايي، تېر کال یې په افغانستان کې شاوخوا ٣زره ټولنیز کارکوونکي روزلي، چې نیمايي یې ښځې وې.

له بل پلوه یونېسف وايي چې دوی هیله لري چې سږکال د ٢٠٦ میلیونو ماشومانو لپاره چې پاملرنې ته اړتیا لري، د رواني روغتیا او ټولنیزې رواني مرستې لپاره نوره مرسته وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا