اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

یونېسف افغانستان کې د ۵.۵ میلیونه نجونو او هلکانو له زده کړو ملاتړ کوي

دید خبرې آژانس: افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) رييس وايي، دغه بنسټ په افغانستان کې د ۵ اعشاریه ۵ میلیونه نجونو او هلکانو د زده کړو له بهیره ملاتړ کوي.

تاج الدین اویوالي ویلی چې، دمګړۍ په ټول هېواد کې په منځنۍ کچه ۲ اعشاریه ۹ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي چې، صفر اعشاریه ۹ میلیونه یې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.

تاج الدین اویوالي و ویل: « په ټول هېواد کې مو د تعلیمي او تحصیلي توکو په برخه کې ملاتړ له څه باندې ۵.۵ میلیونه هلکانو او نجونو ته رسېږي، د دې کار موخه دوی ته د کیفیت لرونکو زده کړو تضمین او همدارنګه افغان ماشومانو ته د ښې او پیاوړې راتلونکې برابرول دي.»

د یونېسف دغه استازی هېواد کې د روغتیا په برخه کې پانګونه یوه اړتیا بولي او زیاتوي چې، په افغانستان کې روغتیايي سیسټم د پلي کېدو وړ دی او دغه بنسټ د خپلو شریکانو په مرسته شاوخوا ۲۵۰۰ روغتیايي مرکزونو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

اویوالي هېواد کې د خوارځواکۍ ستونزه مهمه بللې او زياته يې کړه، چې دغه برخه کې باید په اساسي ډول کار وشي.

هغه و ویل: « د هغو شمېرو لمخې چې موږ یې لرو، په منځني ډول ۲.۹ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، چې  صفر اعشاریه ۹ میلیونه یې د خوارځواکۍ له سخت حالت سره مخ دي – په دې مانا چې دوی په یو ستونزمن پړاو کې دي.»

افغانستان کې د یونېسف رییس د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم وویل چې، په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او یونېسف د دې ستونزې د حل لپاره د روغتیا له نړۍوال سازمان او خپلو نورو شریکانو سره کار کوي.

تاج  الدین اویوالي په دې اړه زیاته کړه: « موږ نږدې ۲۳ پېښې لرو او د روغتیا نړۍوال سازمان سږکال د پولیو انساني پېښې ثبت کړي. خواشینی یم چې دومره ډېرې پېښې لرو، خو د یونېسف په توګه، د روغتیا نړۍوال سازمان او زموږ نورو شریکانو سره یو ځای د دې مسلې د حل لپاره کار کوو.»

په افغانستان کې د یونېسف رییس ډاډ ورکوي چې، دوی هڅه کوي په راتلونکي کال کې د اوبو د مدیریت او د هغې د وېش د پراختیا په ګډون د بېلابېلو پروګرامونو له لارې اوبو ته د لاسرسي په برخه کې به د نږدې څلور میلیونه کسانو ستونزې حل کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا