اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

یونیسف په افغانستان کې د اوبو رسولو ۱۵۷ شبکې جوړې کړې دي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه یې په افغانستان کې د پاکو اوبو د برابرولو ۱۵۷ پروژې پلي کړې دي.

د یونیسف د مسوولینو په خبره، د دغو پروژو له پلي کېدو سره سم، څه باندې ۶۳۳ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

 افغانستان کې د یونیسف ویاند، امید الرحمن فاضل و ویل: « موږ افغانستان کې د اوبو رسونې ۱۵۷ شبکې جوړې کړې دي چې ټولې یې د لمریزې انرژۍ او ځمکې د جاذبې په وسیله فعالیت کوي او شاوخوا ۶۳۳ زره کسانو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيداکړی دی.»

د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرلپسې وچکالۍ او ترځمکې لاندې اوبو د کچې کمېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

بل‌خوا، د یوناما مشره د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلورمې غونډه ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې، کابل ښار کې به تر ۲۰۳۰ زېږیز کاله ترځمکې لاندې اوبه پایته ورسېږي.

 روزا اوتنبایوا ویلي: « ټولنې اوبو ته د لاسرسي لپاره له ستونزو سره مخ دي. کابل ښار چې څه باند پنځه میلیونه نفوس لري، ښایي تر ۲۰۳۰ کاله یې تر ځمکې لاندې شته اوبه پایته ورسېږي. دغه فشارونه بالاخره تر ټولو ډېرې منفي اغېزې پر ښځو او ماشومانو لري.»

د اسلامي امارت چارواکي وایي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو کمښت د مدیریت لپاره د کانالونو، چیک ډیمونو او د اوبو د لویو بندونو د جوړولو په څېر پروګرامونه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا