افغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

یونیسف له زده کړو د نجونو پر محرومیت اندېښنه ښودلې

دید خبرې آژانس: یونېسف وايي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ۳ میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اجرايوي مدیره، کاترین راسل وايي: (د یو اعشاریه پنځه میلیونه نجونو لپاره دا محرومیت نه یوازې د زده کړو له حقه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو د کمېدو او هغوی د رواني وضعېت د لا خرابېدو لامل کیږي، د ماشومانو په ځانګړې توګه نجونو حقونه نه شي کیدای چې سیاسي وي.)

د ښځو د حقونو فعالې، تفسیر سیاه پوش هم و ویل: اوس موږ د ډېرو بدو پایلو شاهدان یو. اوس د کم عمره نجونو د جبري ودونو شاهدان یو، دا ځکه چې هغوی له زده کړو بې برخې دي نو په عامیانه لهجه هغوی د خپل بخت پسې ځي. اسلامي امارت ته پکار ده چې د ښوونځيو تړل شوې دروازې پرانیزي.

د ښوونځیو د دروازو پرانیستل اوس، له زده کړو بې برخې یا محرومو نجونو ته پر یو ستر خوب بدل شوي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانیستل، یوازینۍ غوښتنه ده چې د زرو ورځو په موده کې تل له سرپرست حکومت څخه غوښتل شوې خو مثبت ځواب یې نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې سرپرست حکومت د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې په ۲۶ نېټه د یو مکتوب له لارې فرمان ورکړ چې د نجونو منځني ښوونځي او لیسې دې تر بلې خبرتیا پورې بندې وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا