اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

یونسکو: ښځينه خبریالانې له انلاین تاوتریخوالي سره مخ دي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو ښوونیز علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) وایي، پر ښځينه خبریالانو په نامناسب ډول انلاین تاوتریخوالی کیږي.

دغه موضوع  د ملګرو ملتونو له لوري د جنسیت له اړخه تاوتریخوالي سره د مبارزې په ۱۶ ورځني ورکشاپ کې مطرح شوې ده.

یونسکو ویلي، د هر خبریال پر  وړاندې ګواښ د بیان د ازادۍ پر وړاندې ګواښ دی.

دغه سازمان پر ښځینه ژورنالستانو جنسیتي تاوتریخوالی بد نامول، جنسیتي نفرت اچوونکې خبرې، انلاین ځورول، فزیکي بریدونه، جنسي تېری او وژنې یادې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم دغه ورکشاپ کې ویلي، نړۍ کې له هرو درېیو ښځو یوه یې له جنیستي تبعیض سره مخ کیږي.

دغه سازمان ویلي، پر ښځو تاوتریخوالی له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ کې پېښیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا