یوناما: په افغانستان کې د فقر کچه لوړه ده
ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي، د افغانانو د بې وزلۍ کچه ډېره لوړه ده او ډېری لویدیځ هېوادونه ورسره مرستې کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه ډېره لوړه ده او د بشري مرستو ډېره برخه له غربي هېوادونو راځي او دوی په ځانګړې توګه د ښځو او نجونې د حقونو پر بیا تامین ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه چې عربي هیوادونه یوازې په ځینو مواردو کې مرسته کوي.
اوتنبایوا: په افغانستان کې د بې وزلۍ او محرومیت کچه ډېره لوړه ده او کله چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره مرسته وغواړي، یوازې غربي هېوادونه په دې برخه کې مرسته کوي، نور نه، ځینې عربي هېوادونه او نور په مذهبي مناسبتونو کې مرسته کوي، بلکې د بشري مرستو ډېره برخه له افغانستانه ترلاسه کېږي. لویدیځ هیوادونه غواړي چې د ښځو او نجونو لپاره د کار او تعلیم حق بیرته ورکړي.
طا-لبانو واک ته له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې د ښځو او نجونو پر مخ تړلې دي.