اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

یوناما: هڅه کوو چې نړۍ ته د طا-لبانو پیغام ورسوو

دید خبري آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر وايي، دغه دفتر هڅه کوي چې د طا-لبانو پیغام او غوښتنې نړیوالو ته ورسوي.

د لومړي وزير دفتر په ټويټر کې ليکلي، چې د يوناما د دفتر سياسي مشر اسکاټ اسمېت دغه موضوع د دغه دفتر له عمومي رييس ملا عبدالواسع سره په ليدنه کې څرګنده کړې ده.

دغه دفتر په کابل کې د یوناما د سیاسي دفتر له قوله ویلي: موږ په افغانستان کې د شویو پرمختګونو او روانو پرمختګونو په اړه خپل پیغام نړیوالې ټولنې ته رسولی او اوس هم هڅه کوو چې د ملګرو ملتونو په غونډو کې د افغانستان د مثبتو پرمختګونو انعکاس او د طا-لبانو پیغام هغوی ته ورسوو.

د نړیوالې ټولنې له خوا د طا-لبانو د حکومت مشروعیت او د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د هغوی د یو شمېر چارواکو ایستل له نړۍ څخه د طا-لبانو له مهمو غوښتنو څخه دي.

اسمېت په دې ناسته کې دا هم وویل، چې له طا-لبانو سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا تعامل باید دوام ومومي، څو له دوی سره د نورو هېوادونو د اړیکو بنسټ رامنځته شي.

په ورته وخت کې ملا عبدالواسع د یوناما سیاسي مشر ته ویلي چې سیاست باید له بشري مسلو سره یو ځای نه شي.

نړیوالو ته د طا-لبانو د پیغام د رسولو په برخه کې د یوناما د هڅو په اړه د دغه خبر خپرېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي. یو شمېر مخالفو سیاستوالو او مدني فعالانو ویلي چې یوناما د طا-لبانو د ملاتړ دفتر ته راکمه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا