اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

یوناما د غور د برید د عاملینو د پيدا کولو غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د غور ولایت دایکندي پر اوسېدونکو برید غندلی او د دې برید د هر اړخېزې څېړنې او د عاملینو د پيدا کولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «یوناما د افغانستان په مرکز کې پرونی برید چې په پایله کې یې د شیعه ټولنې ګڼ شمېر غړي مړه او ټپیان شول، غندي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د دې پېښې د عاملینو د محاکمې لپاره د پلټنې غوښتنه کوو.»

دا برید په داسې حال کې شوی، چې افغان شیعه وګړي په وروستیو کلونو کې څو ځلې د تاوتریخجنو بریدونو ښکار شوې او دې کار په هېواد کې د مذهبی لږکيو د امنیت او حقونو په اړه اندېښنې زیاتې کړی دی.

د پروني بريد مسوولیت دا/عش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

دا/عش ادعا کوي چې په دغه برید کې یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

طا-لبانو د دغه برید غندنه کړې او ویلي یې دي، چې ۱۴ تنه پکې وژل شوي او شپږ نور پکې ټپیان شوي دي.

طا-لبان وايي دا برید د «بشریت د دښمنانو» له خوا په وحشیانه ډول ترسره شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا