اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

یوناما: د طا-لبانو توشيح شوی قانون خپلسري دی

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا ویلي، چې د طا-لبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون تر عنوان لاندې نوى توشيح شوى قانون د « خپلسري اجرایوي جوړښت» دى.

د یوناما مشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو اندېښمنوونکی ليدلورى دی. چې اخلاقي څارونکي (د طا-لبانو امربالمعروف لارښوونکي) د پراخو او ځینې وختونو د سرغړونو د مبهمو او پراخه لېستونو پر بنسټ د هر چا د ګواښولو او نیولو واک لري.»

روزا اتونبایوا وايي، د طا-لبانو په توشيح شوي قانون کې نوي محدودیتونه د زغم وړ نه دي او د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي. آن تر دې چې قانون له مخې ښځې باید له کوره بهر خبرې ونه کړي.

یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، «دا متن (د طا-لبانو توشيح شوی قانون) د افغانستان د مذهبي ټولنو تنوع په بشپړه توګه له پامه غورځولو سره د مذهبي آزادۍ په اړه د اندېښنې وړ اغېزه لري او د خبریالانو او رسنیو په کار نور محدودیتونه  هم رامنځته کوي.»

په دغه خبرپاڼه کې، اتونبایوا ويلي چې د لسیزو جګړو وروسته او د «ویروونکي بشري ناورین» په ترڅ کې، د افغانستان خلک د لمانځه لپاره ناوخته رسیدلو له امله د ګواښلو یا زنداني کېدو پرځاى د ډېر ښه ژوند وړ دي.

یوناما وايي اوس د طا-لبانو لخوا د توشيح شوی نوی قانون د مطالعه کولو په حال کې دي او له طا-لبانو یې غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت وايي، د افغانانو د حقونو محدودول او په پرله پسې وېره کې ساتل په هېواد کې د بشري حقونو د تامينولو هدف ته رسېدل ستونزمنوي.

دغه بنسټ له طا-لبانو غوښتي چې د یوه خپلواک هېواد په توګه د بشري حقونو ٧ مهمو نړیوالو سندونو په اړه د افغانستان ژمنې عملي کړي او خپله تګلاره بدله کړي.

یوناما په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې د سپټمبر په ۱۸مه به د طا-لبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د وضعیت په اړه یو راپور امنیت شورا ته وړاندې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا